Dewa patang ډیوه پتنګ

Dewa patang ډیوه پتنګ Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dewa patang ډیوه پتنګ, Sharjah.

د رئيس‌الوزراء اقتصادي مرستیال په یوې احساساتي وینا کې ویلي چې لوی ارمان مې دا دی چې افغانستان د نورو هېوادونو له تکیې خ...
30/11/2025

د رئيس‌الوزراء اقتصادي مرستیال په یوې احساساتي وینا کې ویلي چې لوی ارمان مې دا دی چې افغانستان د نورو هېوادونو له تکیې خلاص شي او زه ناروغ یم، خو دا دعا کوم چې الله ﷻ مې دې تر هغې وانه اخلي، تر څو چې افغانستان د نړۍ سیال شوی نه وي.». هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د پرمختګ، اقتصادي ودې او ځان‌بساینې لپاره د ټولو خلکو ګډ کار او یووالی خورا مهم دي. او د خپل صحت لپاره يي د افغان ولس څخه دوعا غوښتي
#افغانستان #لنډخبر #خبرونه

All Friends Facebook

26/11/2025

زمونږ به مزې وي😀
که د عمران خان پلویان خبر شي چې ګواکی عمران خان یی ویده کړی نو بیا تاسو څه فکر کوی چه پاکستان کی به یو انقلاب رانشی ان شاالله ضرور به راځی خو که دعمران خان پلویانو لګ غیرت په ځان کی راوست بیا به لکه مخکی په ١٩٩٢
چه زمونږ کوم حالات وو هغه حالات به پاکستان کی وی
بیا یی تاسو سیرپ تماشا کوی

زمونږ دګران وطن او خلقو  بوزدیله دوشمن د تیر په څیر یو ځل بیا په خوست پکتیکا او کونړکی کورونه په نښه کړی او ګران هیواد و...
25/11/2025

زمونږ دګران وطن او خلقو بوزدیله دوشمن د تیر په څیر یو ځل بیا په خوست پکتیکا او کونړکی کورونه په نښه کړی او ګران هیواد وال یی د غم په ټغر کینولی دی .زه د شهیدانو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وایم، ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوم،
که څه هم زبیح الله مجاهید یوه اعلامیه خپره کړه په اعلامیه کی دتیری شپی بمبار په څختو ټکو غندلی او ویلی دی چه پاکستان یو ځل بیا زمونږ هوایی حریم نقض کړی او ښځې ماشومان یی شهیدان کړی نوموړی زیاته کړی چه مونږ دخپل هیواد خلقو او حریم په کلکه سره دفاع کوو او بوزدیله دوشمن ته به په مناسب وخت کی سخت جواب ورکړل شی
زما شخسی نظر دادی چه باید زرترزره دی پاکستان سفارت او کونسلګیري وتړل شی او سفیر یی وشړل شی
خپل نظرونه مو راته کمنټ کړی 🇦🇫🇦🇫

د دې اقدام موخه د اقتصادي ثبات ملاتړ، د پراختیايي پروژو بیا فعاله کول او له افغانانو سره د بنسټیزو خدمتونو په برخه کې مر...
24/11/2025

د دې اقدام موخه د اقتصادي ثبات ملاتړ، د پراختیايي پروژو بیا فعاله کول او له افغانانو سره د بنسټیزو خدمتونو په برخه کې مرسته ده. د نړیوال بانک د بېرته راګرځېدو دا پرېکړه هغه مهال کېږي چې افغانستان لا هم د اقتصاد، بزګرۍ، روغتیا او زیربناوو په برخو کې پراخو مرستو ته اړتیا لري. تمه ده چې د بانک د نوې همکارۍ لړۍ به په هېواد کې د پراختیايي پروژو د پیاوړتیا او اقتصادي تنفس په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
🇦🇫

زمونږ د ګډ ژوند لومړۍ کليزه!🌹💫❤️
24/11/2025

زمونږ د ګډ ژوند لومړۍ کليزه!
🌹💫❤️

‏د افغانستان د تجارت وزیر د هند درملو د صادراتو پراختیا شورا غړو سره کتنه کړې.سرچېنې زیاته کړې، په دې کتنه کې د یادې شور...
23/11/2025

‏د افغانستان د تجارت وزیر د هند درملو د صادراتو پراختیا شورا غړو سره کتنه کړې.
سرچېنې زیاته کړې، په دې کتنه کې د یادې شورا غړو له افغانستان سره د درملو صادراتو کچې پر زیاتوالي ټینګار وکړ او افغانستان کې یې د درملو تولیدي فابریکو د جوړولو 🇦🇫برخه کې چمتووالی ښودلی.

چیغې به یې لا واورئ 😄د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویليموږ د تورخم لاري خلاصولو ته تيار يو، خو د افغانستان له لوري وړا...
23/11/2025

چیغې به یې لا واورئ 😄
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي
موږ د تورخم لاري خلاصولو ته تيار يو، خو د افغانستان له لوري وړاندي شوي شرایط زموږ د ملي قوانینو خلاف دي او
هيڅ تضمین نه شو ورکولی.

د ترکیې یوې محکمې د اردغان سیاسي مخالف او د استانبول مخکني ښاروال ته د ٢ زره او ٣٥٢ کاله زندان سزا واوروله.مخالفان يې وا...
21/11/2025

د ترکیې یوې محکمې د اردغان سیاسي مخالف او د استانبول مخکني ښاروال ته د ٢ زره او ٣٥٢ کاله زندان سزا واوروله.
مخالفان يې وايي، اردغان خپله دیکتاتوري ښيي خو د اکرام امام اوغلو محبوبیت په دغسې فیصلو نه شي کمولی

🤔تاسو څه نظر لری دا ٢ زره کاله په توپ وله ایا دا ٣٥٢ کاله ډیر ندی
#تركيا

ډاکټر محمد اشرف غني سخته فکرمندي ښودلې چې که د افغانستان د وسني بحران د رغولو شریکه هڅه ونشوه نو د بحران د پراخېدو او ده...
20/11/2025

ډاکټر محمد اشرف غني

سخته فکرمندي ښودلې چې که د افغانستان د وسني بحران د رغولو شریکه هڅه ونشوه نو د بحران د پراخېدو او دهېواد کندې ته د لویدو امکان دی

دی ښاغلی غنی له دی پوست ځخه داسی هیلی را څرکندیږی چه کابل ته راځی او له ا،اما،ر،ت سره په ګډه دګران وطن دابادی لپاره هڅی وکړی او له بهران نه یی اوباسی 🇦🇫🇦🇫🥰🥰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې کړې او ویلي، چې د دغه هېواد پوځ په دبوړي سیمه ک...
18/11/2025

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې کړې او ویلي، چې د دغه هېواد پوځ په دبوړي سیمه کې د راکټي بریدونو په پایله کې څو بې ګناه ولسي کسان مړه کړي دي.

پښتین ویلي، د پاکستاني پوځ له لوري د پښتنو وینه تویول داسې عادي شوي؛ لکه نشه چې حتی په یوه ساعت کې هم له منځه نه ځي او پاکستانی پوځ هره وځ د پښتنو په وینو خپل ډالري لګښتونه پوره کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ټینګار کړی، چې د ۸۰ زره بې ګنا پښتنو وژل د پاکستان حکومت لپاره هېڅ ارزښت نه لري؛ خو د یوه پنجابي شاعر څو بیتونه ورته ډېر مهم دي.

منظور له خلکو غوښتي، چې د ظلم پر وړاندې غلي پاتې نه شي او د خپل مظلوم ملت ترڅنګ ودرېږي. نوموړي زیاته کړې، چې حتی د ټولنیزو شبکو له لارې باید د اعتراض غږ نړۍ ته ورسول شي؛ ترڅو د بې ګناه پښتنو د وینو یاد له یاده ونه وځي.

ښاغلي پښتین خبرداری ورکړی، چې دا ظالمانه پېښې باید ثبت او د تاریخي یاد لپاره خوندي وساتل شي؛ ځکه د حساب ورکولو وخت هرو مرو راتلونکی دی.

چین هیواد یو راکټ چې د سپوږمکۍ په لور یې واستاوه، شپږ ساعته وروسته له کنټرول څخه وتلی دی. دغه راکټ ۳۰ متره اوږدوالی او ۲...
18/11/2025

چین هیواد یو راکټ چې د سپوږمکۍ په لور یې واستاوه، شپږ ساعته وروسته له کنټرول څخه وتلی دی. دغه راکټ ۳۰ متره اوږدوالی او ۲۱ ټنه وزن لري، او امکان لري چې د ځمکې پر مخ را ولوېږي. د نړۍ پرمختللي رادارونه اوس د یاد راکټ د موقعیت او مسیر معلومولو په هڅه کې دي.

Address

Sharjah

Telephone

+971564969225

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dewa patang ډیوه پتنګ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Dewa patang ډیوه پتنګ:

Share