16/02/2026
🏏🇦🇫 د ویاړ او اتلولۍ مبارکي! 🇦🇫🏏
الحمدلله! زموږ ملي اتلانو یو ځل بیا د هېواد نوم روښانه کړ او د ۲۰۲۶ شل اوریز نړیوال جام په سیالیو کې یې د اماراتو پر وړاندې په زړه پورې او تاریخي بریا خپله کړه.
دا بریا یوازې د لوبډلې نه، بلکې د ټول افغان ولس بریا ده. زموږ لوبغاړو په عالي حوصله، زړورتیا او غوره لوبې سره وښودله چې افغانستان تل د لوړو هدفونو لپاره سیالي کوي.
د ګلبهار کرکټ سنټر اداره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو، روزونکو او د هېواد ټولو مینهوالو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي. موږ پر خپلو اتلانو ویاړو او هیله لرو چې په راتلونکو لوبو کې هم برياوي ترلاسه کړي
د ګلبهار کرکټ سنټر اداره