07/10/2022
یوه ښځه د حضرت داود (ع) حضور ته راغله او ورته یی وویل:
اې د خدای پیغمبره!
ته راته دا ووایه چې، خدای ظالم دی که عادل؟
داود (ع) ورته وویل: بیشکه چی خدای عادل دی هېڅ کله ظالم کیدې نشي.
بیا یی وویل: ولی څه مسله ده چې داسی پوښتنه دی وکړه؟
ښځې وویل: زه کونډه یم، درې لوڼي لرم په خپل لاس دسمالونه، رومالونه شیان جوړوم بیا یی د ماشومانو لپاره خرڅوم تر څو وږې پاتی نشي،
دشپی مې یو دسمال جوړ کړو سهار چی کله بازار ته تلم خرڅوه مې، مرغۍ راغله راڅخه یی دسمال یوړ اوس مې بچی وږی پاتی، دومره څه نشته چی بچي پری ماړه کړم.
ښځه لګیا وه خبرې یی کولی چی،
د دواد (ع) د کور دروازه وټکیده؛
حضرت داود (ع) غږ وکړ: هر څوګ چی یی راځه راننوځه...
ګوري چی لس نفره تجاران دی او داود (ع) څخه راغلی دي، هر یو سره لس لس دیناره دي،
دینار یی داود (ع) ته ورکړل ورته یی وویل دا یو مستحقې کورنۍ یا کس ته ورکړه.
داود (ع) وپوښتل: ددی سرجمعه دینارو علت څشی دی چی ټولو یو دمي راوستل؟
تجارانو وویل: مونږ په یوه لوی سفر روان وو، چی د دریاب څپې راغلی او زمونږ کښتۍ کې درز پیدا شو یو کونج یی سورې شو، دی وخت کې مو یو مرغۍ ولیده چې پښو کې یی دسمال دی او زمونږ خوا یی را خوشی کړو، همغه دسمال وو چی سوری مو پری بند کړو او د مرګ وژغورل شو.
بیا مو له ځان سره وویل چی مونږ به د شکرانې او صدقې په پار لس لس دیناره غریبې کورنۍ ته ورکوو.
اوس دا دینار واخله او یوې کورنۍ ته یی ورکړه.
داود (ع) ښځې ته وکتل او ورته یی وویل: خدای پاک له دریابه تاته ډالۍ استوي، او ستا پر دسمال څو تنه له مرګ ژغوري او تاته ستا د زحمت ثمره رسوي.
هر حال کې صبر کوونکې اوسه په څه باندی چی الله (ج) پوهیږي، بنده په هغې نه پوهیږی
که مو لوستی وي سبحان الله ولیکئ!
د ثواب په خاطر یې شیر کړې!