02/01/2026
دا هماغه نومیالی او بااخلاصه انجینر دی چې د مسجد نبوي او مسجدالحرام د پراخولو او ډیزاین په ستره پروژه کې یې مهم رول ادا کړی، خو د خپل ټول کار په بدل کې یې حتا یوه روپۍ هم نه ده اخیستې.
هغه دا ستر خدمت یوازې د الله تعالی د رضا لپاره ترسره کړی او خپل علم، تجربه او وخت یې له هېڅ ډول مالي تمې پرته د اسلام د تر ټولو مقدسو ځایونو لپاره وقف کړی دی. د ده دا عمل د اخلاص، تقوا او ریښتینې ایمان څرګند مثال بلل کېږي.
ډېر خلک وایي چې دا ډول انسانان تاریخ جوړوي، ځکه دوی یوازې ودانۍ نه جوړوي، بلکې د نیت، قربانۍ او خدمت داسې بېلګې پرېږدي چې نسلونه ترې الهام اخلي