19/12/2025
د مهاجرو وروڼو او خویندو د پام وړ !!!!
که څه هم د پاکستان ریاست د مهاجرینو د پیرته ستنیدو لړۍ خورا چټکه کړې ده په دې درګرده پوهیږو .
خو زه درته یو سوال زارۍ منت کوم دا چې د هجرت ژوند دی په هر پنډغالي (کیمپ) کې د مختلفو ولایتونو، ولسوالیو همدا رنګه بیلابیل قومونه ژوند کو ، دا کیدای نشي چې تر منځ مو اختلافات تاوترخوالی یا بل ډول مشکلات به مو تر منځ پیښ شوي نه وي په موږ داسې وخت راتلونکی دی دا چې نن سره یوځای یو ممکن بیا داسې سره یو ځای نشو ،هره کورنۍ به خپل ولایت ولسوالي او کلي ته ستنیږي دا ستنیدا پرته له مشکلاتو نشته ، نو که سره خپلو کې یو بل ته بښنه وکړو او اتفاق سره وکړو نو ان شاءالله چه دا مشکلات به رب تعالی موږ ته اسانه کړي
هڅه وکړې یو بل ته د خدای د رضا په خاطر بښنه وکړئ که هر څومره له یو بل خفه یاست ، که هر څومره مو یو بل سره بدي وي، نن ژوندي یو سبا معلومه نه ده چه څوک به ژوندي وي او څوک به مړه یو
بښنه ځکه یو بل ته وکړۍ چه کله به هم دا چه یو پنډغالي (کیمپ) کسې سره راټول یو بیا به سره داسې یو ځای نشو
په بښنه کولو به څو فایدې ترلاسه کړو
یو دا چه خدای به رضا شي بل به د قیامت په ورځ رب العالمین ته د یو بل مسؤل نه یو
بل دا چه خدای به راسره بیرته ستنیدلو کې مرسته وکړي هم به مو زړونه په سکون وي
بله چې ډیره ضروري موضوع ده هغه د پور (قرض) ده
یوبل سره ګوزاره وکړۍ دلته داسې کورنۍ شته چه آن د یوې نوڼۍ پورې حیران دي دا حال د ډیرو کورنیو دی دا چې د چا وس نه کیږي تر څو خپل پور (قرض) اداء کړي نو مقابل لورې ورسره د صبر او تحمل نه استفاده وکړئ
بله موضوع د کرایو ده
ډیری کورنۍ کرایه نلري دا چه د کوم ورور وس کیږي نو بل ورور
سره مرسته وکړۍ تر څو دلته بې عرته بې ابرو نشي
په درنښت
رضوان خاورین
#مهاجر #انسانیت #همدردي #غربت #یوالی
مُسکا صافۍ