30/04/2025
👷 د زلزلې درز
(Seismic joint)
په لاندی حالاتو کې تعمیر ته د زلزلې درز (Seismic Joint) ورکول کیږي:
کله چې د ودانۍ اوږدوالی له (30÷40) مترو زیاتیږی، نو په هرو (15÷20) مترو پوری باید یو درز ورکړل شي.
کله چې د ودانۍ د پوړونو شمیر فرق ولري، لکه د ودانۍ یوه برخه 10 منزله او بله برخه یې 15 منزله وی.
کله چې د ودانۍ مواد فرق ولري، لکه د ودانۍ یوه برخه له کانکریټو جوړه وی بله برخه له Steel څخه.
کله چې د ودانۍ بڼه (شکل) تغیر ولري، لکه د ودانۍ یوه برخه مربع وی او بله يی دایره وی وي.”امین زی لیکدود“
کله چې په تهداب کې د ځمکې مواد سره فرق ولري، لکه تر تهداب لاندې ځمکې یوه برخه خاوره وی او بله برخه یې ریګ وي.
په پورته حالتونو کې دا درزونه عمودي په نظر کې نیول کیږی، که چیرته د ځمکې خاوره فرق ولری یعنی غیری منظم نشت کوی او یا هم د حرارت لپاره درز ورکوی نو دا درز باید د تهداب تر آخره پوری ورکړل شی او دا درز له سره تر پایه پوری باید یو رکم عرض ولری.
د زلزلې د درز عرض په لاندې ډول محاسبه کیږی:
ته 5m ارتفاع پوری نومړی درز 3cm نیول کیږی او بیا د هر 5m ارتفاع په لوړولو سره 2cm زیاتیږی.
په عمومي ډول سره په 6m ارتفاع کې 2.54cm درز پریښودل کیږی او بیا د هر 3m په لوړیدو سره 1.27cm په اندازه د درز عرض زیاتیږی.
په پورته حالتونو کې چې کوم درز ورکول کیږی دی درز ته Expansion Joint هم ویل کیږی.
بیلګه: غواړو چې د 15 منزله تعمیر لپاره د زلزلې درز پریښودل شي که چیرته اول منزل 4m او نور 3m لوړوالی ولری نو په کوم عرض سره باید د زلزې درز پریښودل شي.
حل : 15=14x3m+4m=42m+4m=46m=6m+40mمنزله
1.27(40/3)+2.54cm=19.47 cm
نو موړی درز باید له سره تر پایه پوری 19.47cm ونیول شي.
نوټ: د زلزلی درز باید په هیڅ صورت سره له 3cm څخه کم ونه نیول شي.
په عمومی صورت سره په یوه تعمیر کې څلور ډوله درزونه (Joints) ورکول کیږی.
: Expansion join-1
دا درز یا Joint ددی لپاره ودانۍ ته ورکول کیږی ترڅو په آسانه توګه سره ودانۍ حرکت وکړی د زلزی یا باد په مقابل کې.
:Control Joint-2
دا درز د انقباظ د مخنوی لپاره په لویو همواوره اوږدو کانکریټی سطحو کې ورکول کیږی ترڅو په سطحه کې منظم درزونه رامنځته شی. ددی درز نسبت د کانکریټو ډبلوالی ته تعین کیږی.
په پیاده رو اویا دی ته وردته ځایونو کې (150 ÷ 180) سانتی متر اوږد والی پوری یو درز ورکول کیږی
سړک، حولی او یا هغه سلب چې پر ځمکه پروت وی (450 ÷ 600) سانتی متر اوږدوالی پوری یو درز ور کول کیږی.
خو په سیخ لرونکو کانکریټو(RCC) کې بیا دغه درزونه په زیاته فاصله کې په نظر کې نیول کیږې.
:Isolation Joint-3
دا درز سلبونه د نورو ساختمانی برخو څخه جلا کوی لکه دیوال، پایه،Footing او داسی نور.
دا درزونه سلب ته د حرکت اجازه ورکوی تر څو د حرکت په وخت کې په سلب کې کریکونه (Cracks) رامنځ ته نه شی.
:Construction Joint-4
دا ساختمانی درزونه دی او د ودانۍ د جوړیدو په وخت کې په نظر نیول کیږی.
دا درزونه هغه وخت په نظر کې نیول کیږی چې په ساحه کې د ودانۍ د کوم عنصر یا غړی کانکریټ د کار په جریان کې خلاص شي، او یا هم د کومې ستونزی له کبله کانکریټو اچول ودریږی. نو دا درز ورکول کیږي.